Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan - Washington DC - 10156070730466321

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې ولسي کاروان د هرکلي لپاره چې له هلمنده تر کابله په پښو راغلی، حضوري چمن ته ورغی او د دوی له بي ساري او مهم حرکت قدرداني یې وکړه. جمهور رئیس غني د دغه حرکت د غړو د خبرو له اورېدو وروسته وویل، سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او زه حاضر یم هر چېرې چې تاسې وایاست، د سولې لپاره ولاړ شم. ستاسې مدني حرکت نړۍ ته وښوده چې د افغانستان ملت یو مدني ملت دی، جنګ، د چاودنو غږ او انتحار ته "نه" وایي.
د لیدنې بشپړ بهیر د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوي ویډیو کې کتلای شئ:

Posted 9 months ago in POLITICS